کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب الله په تل ابیب کښې د صهیونیسټ رژيم د استخباراتو ۸۲۰۰ مرکز په نښه کړ

17 میزان 1403 ساعت 12:03

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار (د میزان ۱۷) په تل ابیب کښې د صهیونیسټی موقتی ترهګرې رژیم د استخباراتو په یو مرکز د توغندوی حملې اعلان وکړ.


آوا: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار په تل ابیب کښې د صهیونیسټی موقتی ترهګرې رژیم د استخباراتو په یوې اډې د توغندوی حملې خبر ورکړ.
 
حزب الله په یوه بیان کې ویلي: "موږ د تل ابیب په څنډه کې د پوځي استخباراتو 8200 د ګیلوت اډه په توغندي په نښه کړه."
 
په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د ګیلوت په نښه کول د خیبر د عملیاتو په چوکاټ کې د دښمن له خوا د ملکي خلکو په نښه کولو او وژلو ته په ځواب کی وو.
 
د «الجزیرې» چینل د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ له قوله ولیکل: مونږ به د لبنان او د هغه د خلکو دفاع ته چمتو یو او د یرغلګرو د ځپلو لپاره به له خپل مسولیت څخه دریغ ونکړو.


د مطلب کود: 298196

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298196/حزب-الله-په-تل-ابیب-کښې-د-صهیونیسټ-رژيم-استخباراتو-۸۲۰۰-مرکز-نښه-کړ

آوا
  https://www.avapress.net