کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۹ ولایتونو کې د باران او تیزو بادونو وړاندوینه

17 میزان 1403 ساعت 12:27

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سه شنبې په ورځ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او تیزو بادونو خبرداری ورکړی دی.


آوا: د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، سمنګان، پروان او بامیان، میدان وردک او غزني به د بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
 
په تېرو څو ورځو کې په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې بارانونه زیات شوي دي. د بامیان او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د واورې اورښت هم شوی دی.


د مطلب کود: 298202

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298202/په-۱۹-ولایتونو-کې-د-باران-او-تیزو-بادونو-وړاندوینه

آوا
  https://www.avapress.net