دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۹
د مطلب کود : 298245
په حیفا کې د حزب الله لخوا سخت بریدونه
د لبنان اسلامی مقاومت نن (سه شنبه د میزان ۱۷) په لسګونو توغندی وتوغول او د حیفا په څو سیمو یې وویشتل. په همدې حال کې عبراني سرچینو اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې تر اوسه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي سرچینو خبر ورکړی، چې له لبنان څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال لویدیځ کې د حیفا په لور لږ تر لږه ۸۰ توغندي توغول شوي دي.
د راپورونو له مخې د حیفا په شمال کې د کریت اتا او متسکین په ګډون یو شمېر توغندي په مستقیم ډول په څو سیمو لګېدلي دي.
د اسرایلو ۱۲ ټلویزیون په یوه ساعت کې په حیفا د توغول شویو راکټونو شمېر ۱۲۰ ښودلی دی.
فلسطیني خبریالان وايي، د حیفه په خلیج کې د «کریت یم» سیمې ته سخت زیانونه اوښتي او د ژغورنې ځواک او اسرائیلي پولیس سمدلاسه سیمې ته واستول شول.
د اسرایلو ۱۲ چینل پرون راپور ورکړ چې په حیفا باندې د حزب الله حملې په داسې حال کې زیاتې شوې چې په دې سیمه کې ښوونځي تړل شوي دي.
حزب الله د یکشنبې په شپه هم حیفا ښار په لسګونو راکټونو او توغندیو سره په نښه کړ او دغه ښار ته یې درانه زیانونه واړول.
دا برید دومره زورور و چې لږ تر لږه ۱۰ تنه زخمیان اسراییلي روغتون ته په نازک حالت کې انتقال شول.
https://avapress.net/vdcfjcd0tw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته