دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 298027
په شمالي وزیرستان کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمه کې له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې د یوه جګپوړي افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: پوځ وايي، په وزیرستان کې د پوځ یو سیمه ییز قومندان جنرال محمد علي شوکت له پنځو نورو عسکرو سره وژل شوی دی.
 
د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ وویل چې په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو سره په نښته کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
 
په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د مرګ ژوبلې راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د اسلام اباد او کابل اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان تور لګوي چې د دغه هېواد مخالفو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.
 
پوځ وايي، محمد علي شوکت او د هغه تر قوماندې لاندې پنځه نور سرتېري تېره شپه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې وژل شوي دي.
https://avapress.net/vdcdxj0x5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته