دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 297822
الجزیره: "فتاح" سوپرسونیک توغندی د ایران د بریا سبب شو
الجزیرې خبری سایټ په نیول شویو سیمو کښې د ایران د اسلامی انقلابی ګارډ د تیرې شپې توغندوی عملیاتو ته په اشارې سره لیکلی دی چې د فتاح سوپرسونیک توغندی په دغو حملو کښې د ایران د سبب شو.
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې خبري سایټ په یوه راپور کې د «فتاح» په نوم د ایران د لومړي هایپرسونیک توغندي فعالیت او مشخصات څیړلي او د دغه توغندي د ځانګړتیاوو د بیانولو په ترڅ کې یې لیکلي دي چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو ایران د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې او د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي په شتون سره دغه توغندی وازمایه.

الجزیرې دغه توغندی په نړۍ کښې ترټولو پرمختللی او تخنیکی توغندی وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه توغندی پرانستل د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا د ایران پرضد له ګواښونو څو ورځې وروسته شوی دی.

په دغه راپور کښې د دغه توغندی تولید په پوځی صنعت کښې د ایران د ټرمپ کارډ وباله او زیاته یې کړه چې د دغه توغندی په افشا کولو سره ایران د هغو هیوادونو په ډله کښې شامل شو. 

د ایران د رسنیو د اعلان له مخې، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د تیرې شپې په عملیاتو کښې د «صادق ۲» په عملیاتو کښې له هایپرسونیک فتاح توغندی څخه په اشغال شویو سیمو کښې د صهیونیسټی فوځی اهدافو د حملې لپاره استفاده وکړه. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اعلان وکړ چې د ایران له خوا د توغول شویو توغندیو په سلو کې ۹۰ د صهیونیسټي رژیم د توغندیو ضد سیسټم په تیریدو سره خپل هدفونه په نښه کړي.
https://avapress.net/vdcf0ed00w6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته