دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۳۱
د مطلب کود : 297854
چین په منځني ختیځ کې د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري
د ایران له توغندیز برید او صهیونیسټ رژیم ته د ایران له مجازات او غچ اخیستونکي ځواب وروسته د چین حکومت په مینځني ختیځ کښې د کړکیچ د زیاتیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه .
افغان غږ خبری آژانس: د چین د بهرنیو چارو د وزارت په ویب پاڼه کی نن چهارشنبه (چهارشنبه د میزان ۱۱مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: چین د لبنان له ملي حاکمیت او امنیت څخه د سرغړونې مخالفت کوي هر هغه اقدام چې په سیمه کې شخړې او تاوتریخوالی زیات کړي، خلاف دی.
 
د چين ديپلوماتيکې دستګاه په دوام وويل چې بېجينګ له نړيوالې ټولنې په تېره بيا له نفوذ لرونکو هېوادونو غواړي چې په سيمه کې د بې ثباتۍ د زياتوالي د مخنيوي لپاره رغنده رول ولوبوي.
 
دغه بیانیه زیاتوي: بیجینګ په دې باور دی چې په غزه کښې د اوربند د ټینګیدو ناکامي په مینځني ختیځ کښې د دغه پړاو د ناکراریو اصلي عامل دی او ښکیلې خواوې باید ژر تر ژره په غزه کښې یوه جامع او دوامدار اوربند ته د رسیدو لپاره کار وکړي.
https://avapress.net/vdcam0nuy49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته