دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 297293
افغانستان د چاپیریال په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې مشر د ایران د چاپېریال ساتنې له متخصصینو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ادارې سره د هوا، اوبو او خاورې د کیفیت د څارنې د وسایلو په برخه کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ادارې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص د یو شمېر ایراني چاپېریال ساتونکو سره د لیدنې خبر ورکړی. 

په دې کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص له ایراني کارپوهانو وغوښتل چې د دې ادارې د هوا، اوبو او خاورې د کیفیت د څارنې د تجهیزاتو په برخه کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې د مسلکي څانګو رئیسانو د ایراني کارپوهانو د اقداماتو، پلانونو او د چاپېریال د ننګونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

له بلې خوا د ايران د چاپيريال ساتنې شرکتونو کارپوهانو د چاپيريال د ککړتيا په وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو وسايلو، تجهيزاتو، تخنيکي اسانتياوو او عملي تجربو په اړه د دغې ادارې مشرتابه او رييسانو ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې دغه اداره به هر اړخيزه همکاري کوي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې دمه د چاپېريال ساتنې په برخه کې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
https://avapress.net/vdchwqnix23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته