کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د چاپیریال په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه

3 میزان 1403 ساعت 11:28

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې مشر د ایران د چاپېریال ساتنې له متخصصینو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ادارې سره د هوا، اوبو او خاورې د کیفیت د څارنې د وسایلو په برخه کې همکاري وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ادارې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص د یو شمېر ایراني چاپېریال ساتونکو سره د لیدنې خبر ورکړی. 

په دې کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص له ایراني کارپوهانو وغوښتل چې د دې ادارې د هوا، اوبو او خاورې د کیفیت د څارنې د تجهیزاتو په برخه کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې د مسلکي څانګو رئیسانو د ایراني کارپوهانو د اقداماتو، پلانونو او د چاپېریال د ننګونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

له بلې خوا د ايران د چاپيريال ساتنې شرکتونو کارپوهانو د چاپيريال د ککړتيا په وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو وسايلو، تجهيزاتو، تخنيکي اسانتياوو او عملي تجربو په اړه د دغې ادارې مشرتابه او رييسانو ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې دغه اداره به هر اړخيزه همکاري کوي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې دمه د چاپېريال ساتنې په برخه کې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 297293

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297293/افغانستان-د-چاپیریال-په-برخه-کې-ایران-همکارۍ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net