دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 297282
د ایراني پانګوالو لېوالتیا چې په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي
د برشنا ادارې اعلان کړی، چې یو شمېر ایراني پانګوالو د دغه ریاست له رئیس سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برشنا شرکت رئیس عبدالباري عمر په کابل کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره وکتل.

ډاکټر عمر په دې ناسته کې وویل چې اوس په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې ښه فرصت دی.

هغه ایراني پانګوالو ته د برېښنا د اسانتیاوو، ډیجیټل سیسټم او د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې ایراني پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به خپل پلان برشنا شرکت ته وړاندې کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې یوه له مهمو او نه حل شویو ستونزو څخه د بریښنا نشتوالی دی.
https://avapress.net/vdcfced00w6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته