کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایراني پانګوالو لېوالتیا چې په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

3 میزان 1403 ساعت 10:31

د برشنا ادارې اعلان کړی، چې یو شمېر ایراني پانګوالو د دغه ریاست له رئیس سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د برشنا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برشنا شرکت رئیس عبدالباري عمر په کابل کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره وکتل.

ډاکټر عمر په دې ناسته کې وویل چې اوس په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې ښه فرصت دی.

هغه ایراني پانګوالو ته د برېښنا د اسانتیاوو، ډیجیټل سیسټم او د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې ایراني پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به خپل پلان برشنا شرکت ته وړاندې کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې یوه له مهمو او نه حل شویو ستونزو څخه د بریښنا نشتوالی دی.


د مطلب کود: 297282

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297282/د-ایراني-پانګوالو-لېوالتیا-چې-په-هېواد-کې-برېښنا-تولید-برخه-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net