افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ سره د علماوو د سرتاسري شورا غونډه د یکشنبې په ورځ ( د میزان ۱) د دغه ولایت د امنیه قومندان سید محمد حنیف "عبادا اغا" په حضور کې جوړه شوه. ب
په دې کتنه کې د خلکو د امنیت او سولې پر ټینګښت خبرې وشوې.
د باميانود علماوو شورا رئيس مولوي عبدالقيوم ذاکر د علماوو شورا د دندو په اړه څرګنده کړه او ويې ويل: د علماوو د شورا اصلي دنده د چارواکو د کړنو څارنه او د شرعي احکامو پلي کول دي او د اړتيا په صورت کې ورته زمينه برابروي.
د باميان د علماوو شورا غړو د امنيه قوماندانۍ له ټولو مسوولينو وغوښتل، چې د خلکو په منځ کې د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې له علماوو سره د حکومت اړيکې نيمګړې وې او اوس له ديني عالمانو سره د حکومت اړيکې او مشورې ډېرې او ښې شوې، چې دا د حکومت او خلکو د منلو ښکارندويي کوي.