کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د باميان ولايت د علماو شورا او امنيتي مسوولينو په غونډه کې مطرح وشوه؛

چارواکي باید د خلکو خدمت وکړي او د ارزښتونو ساتنه وکړي

2 میزان 1403 ساعت 15:37

د باميان د علماو شورا رييس د باميان د علماوو په غونډه کې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مسوولينو سره په کتنه کې د ټولنې د ارزښتونو او نظم پر ساتنې ټينګار وکړ.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ سره د علماوو د سرتاسري شورا غونډه د یکشنبې په ورځ ( د میزان ۱) د دغه ولایت د امنیه قومندان سید محمد حنیف "عبادا اغا" په حضور کې جوړه شوه. ب
 
په دې کتنه کې د خلکو د امنیت او سولې پر ټینګښت خبرې وشوې.
 
د باميانود علماوو شورا رئيس مولوي عبدالقيوم ذاکر د علماوو شورا د دندو په اړه څرګنده کړه او ويې ويل: د علماوو د شورا اصلي دنده د چارواکو د کړنو څارنه او د شرعي احکامو پلي کول دي او د اړتيا په صورت کې ورته زمينه برابروي.
 
د باميان د علماوو شورا غړو د امنيه قوماندانۍ له ټولو مسوولينو وغوښتل، چې د خلکو په منځ کې د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي. 
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې له علماوو سره د حکومت اړيکې نيمګړې وې او اوس له ديني عالمانو سره د حکومت اړيکې او مشورې ډېرې او ښې شوې، چې دا د حکومت او خلکو د منلو ښکارندويي کوي.


د مطلب کود: 297247

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297247/چارواکي-باید-د-خلکو-خدمت-وکړي-او-ارزښتونو-ساتنه

آوا
  https://www.avapress.net