افغان غږ خبری آژانس: د آلمان د اقتصاد وزارت ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو د بندولو اجازه نه ده ورکړل شوې او دغه صادرات به هم بند نشي».
د آلمان د حکومت یوه بل ویاند د آلمان له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو په هکله کوم بندیزونه په پام کې نه دي نیول شوي».
رویټرز د جرمني د اقتصاد وزارت ته د یوې نږدې سرچینې په حواله ویلي چې برلین اسراییلو ته د پوځي وسلو د صادرولو لپاره د نویو جوازونو صادرول ځنډولي دي.