کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د اسراییل رژیم ته د وسلو استولو ته دوام ورکوي

30 سنبله 1403 ساعت 10:50

د آلمان فدرالي حکومت د رویټرز خبري آژانس هغه رپوټ رد کړی چې ویلي یې دي، صهیونیسټ رژیم ته یې د وسلو او پوځي تجهیزاتو استول ځنډولي دي او ویلي یې دي چې دغه رژیم ته به د وسلو استولو ته دوام ورکړي.


آوا: د آلمان د اقتصاد وزارت ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو د بندولو اجازه نه ده ورکړل شوې او دغه صادرات به هم بند نشي».
 
د آلمان د حکومت یوه بل ویاند د آلمان له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو په هکله کوم بندیزونه په پام کې نه دي نیول شوي».
 
رویټرز د جرمني د اقتصاد وزارت ته د یوې نږدې سرچینې په حواله ویلي چې برلین اسراییلو ته د پوځي وسلو د صادرولو لپاره د نویو جوازونو صادرول ځنډولي دي.


د مطلب کود: 297115

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297115/جرمني-د-اسراییل-رژیم-ته-وسلو-استولو-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.net