افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ۴۸۰ تنو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده ګډون کړی دی.
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت مشر امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: له خلکو سره مهربانه اوسئ، د خزانې ساتنه وکړئ او غرور مه کوئ.
ویل شوي چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کندهار والي ملا شیرین اخند او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.