کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د فراغت په مراسمو کې د اسلامي امارت د مشر وینا:

مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ

27 سنبله 1403 ساعت 14:10

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی د فراغت په مراسمو کی د اسلامی امارت مشر هبة الله اخندزاده له دوی وغوښتل چی له ولس سره ښه چلند وکړی، د بیت المال ساتنه وکړی او غرور ونه کړئ.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ۴۸۰ تنو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده ګډون کړی دی.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت مشر امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: له خلکو سره مهربانه اوسئ، د خزانې ساتنه وکړئ او غرور مه کوئ.

ویل شوي چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کندهار والي ملا شیرین اخند او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.


د مطلب کود: 297004

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297004/مغروري-مه-کوئ-پر-خلکو-مهربانه-اوسئ-او-د-بیت-المال-ساتنه

آوا
  https://www.avapress.net