دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 296997
یو تنکی ځوان چې رواني ستونزې لري څو اونۍ وړاندې د بامیان له مرکز څخه ورک شوی و. د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو هغه بیرته وموندل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: یو تنکی ځوان چې له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وو، چې څو ورځې وړاندې ورک شوی و، نن دوشنبه د سنبلې ۲۶مه وموندل شو او خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

دغه تنکی هلک رحمت الله د نوراحمد زوی د بامیان د مرکز اړوند د دره اجدر (درګون) سیمې څخه چې له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان و، څو اونۍ وړاندې ورک شوی و.

دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې، نوموړى نن سهار ددغې سيمې دپرسونل په هلوځلو سره دباميانو ولايت دمرکز د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په مربوطاتو کې وموندل شو.
https://avapress.net/vdchw-niq23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته