کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د ورک شوي ځوان بیرته خپلې کورنۍ سره یوځاي شو

27 سنبله 1403 ساعت 13:27

یو تنکی ځوان چې رواني ستونزې لري څو اونۍ وړاندې د بامیان له مرکز څخه ورک شوی و. د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو هغه بیرته وموندل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.


آوا - بامیان: یو تنکی ځوان چې له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وو، چې څو ورځې وړاندې ورک شوی و، نن دوشنبه د سنبلې ۲۶مه وموندل شو او خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

دغه تنکی هلک رحمت الله د نوراحمد زوی د بامیان د مرکز اړوند د دره اجدر (درګون) سیمې څخه چې له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان و، څو اونۍ وړاندې ورک شوی و.

دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې، نوموړى نن سهار ددغې سيمې دپرسونل په هلوځلو سره دباميانو ولايت دمرکز د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په مربوطاتو کې وموندل شو.


د مطلب کود: 296997

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296997/په-بامیان-کې-د-ورک-شوي-ځوان-بیرته-خپلې-کورنۍ-سره-یوځاي-شو

آوا
  https://www.avapress.net