دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 296882
د افغانستان، ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ناستې ترسره کول
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي خونو له استازو سره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ښه والي په موخه غونډه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د خصوصي سکتور له مشرانو او د خصوصي خونو له غړو سره وکتل.

د دغه وزارت په وینا په دغه کتنه کښې د پاکستان له اسلامی جمهوریت څخه هندوستان ته د افغانستان په صادراتی توکو باندې د دوه(۲) فیصده لوړې تعرفې د لګولو په هکله خبرې اترې وشوې.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د افغان – پاکستان د ګډې خونې پر رول او د اساسي او بنسټیزو حل لارو د لټولو په موخه د ګډې کمیټې په رامنځته کولو او د خبرو اترو لپاره د خصوصي سکتور د کمیټې د جوړولو په اړه خبرې وکړې. 

دغه راز په دې غونډه کې د خصوصي خونو له غړو سره هم خبرې وشوې او د وارداتي مېوو د تعرفې د لوړېدو په اړه يې نظرونه وپوښتل.

باید وویل شي، چې د یادو موضوعاتو په اړه ګډونوالو؛ دوی خپل نظریات او تخنیکي وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
https://avapress.net/vdcaainuu49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته