کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ناستې ترسره کول

25 سنبله 1403 ساعت 11:43

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي خونو له استازو سره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ښه والي په موخه غونډه وکړه.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د خصوصي سکتور له مشرانو او د خصوصي خونو له غړو سره وکتل.

د دغه وزارت په وینا په دغه کتنه کښې د پاکستان له اسلامی جمهوریت څخه هندوستان ته د افغانستان په صادراتی توکو باندې د دوه(۲) فیصده لوړې تعرفې د لګولو په هکله خبرې اترې وشوې.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د افغان – پاکستان د ګډې خونې پر رول او د اساسي او بنسټیزو حل لارو د لټولو په موخه د ګډې کمیټې په رامنځته کولو او د خبرو اترو لپاره د خصوصي سکتور د کمیټې د جوړولو په اړه خبرې وکړې. 

دغه راز په دې غونډه کې د خصوصي خونو له غړو سره هم خبرې وشوې او د وارداتي مېوو د تعرفې د لوړېدو په اړه يې نظرونه وپوښتل.

باید وویل شي، چې د یادو موضوعاتو په اړه ګډونوالو؛ دوی خپل نظریات او تخنیکي وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.


د مطلب کود: 296882

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296882/د-افغانستان-ګاونډیو-او-سیمې-هېوادونو-ترمنځ-سوداګریزو-اړیکو-ښه-والي-په-موخه-صنعت-سوداګرۍ-وزارت-ناستې-ترسره-کول

آوا
  https://www.avapress.net