دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 296780
ناپېژاندو وسله والو د غور – دايکنډي پر لاره ١٤ کسان وژلي دي
په دایکندي کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د سنګ تخت او بند ولسوالیو یوه ډله اوسیدونکي، چې د کربلا د زیارت کوونکو هرکلي ته روان وو، له غور ولایت سره په سرحدي سیمو کې د وسله والو له خوا برید شوی، چې له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د سنګ تخت څلور تنه اوسیدونکي چې د کربلا د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره تللي وو، د غور او دایکندي ولایتونو په پوله کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په شهادت ورسیدل.
 
د طلوع نیوز د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د سنګتخت او بند دایکندي ولسوالیو اوسېدونکي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد د پنجشنبې په ورځ (د سنبلی ٢٢مه) د دایکنډي – غور پر سړک له کوتل قریداد څخه شوی دی.
 
امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.net/vdch6-niv23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته