کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناپېژاندو وسله والو د غور – دايکنډي پر لاره ١٤ کسان وژلي دي

23 سنبله 1403 ساعت 11:59

په دایکندي کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د سنګ تخت او بند ولسوالیو یوه ډله اوسیدونکي، چې د کربلا د زیارت کوونکو هرکلي ته روان وو، له غور ولایت سره په سرحدي سیمو کې د وسله والو له خوا برید شوی، چې له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي دي.


آوا - بامیان: د دایکندي ولایت د سنګ تخت څلور تنه اوسیدونکي چې د کربلا د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره تللي وو، د غور او دایکندي ولایتونو په پوله کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په شهادت ورسیدل.
 
د طلوع نیوز د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د سنګتخت او بند دایکندي ولسوالیو اوسېدونکي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد د پنجشنبې په ورځ (د سنبلی ٢٢مه) د دایکنډي – غور پر سړک له کوتل قریداد څخه شوی دی.
 
امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 296780

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296780/ناپېژاندو-وسله-والو-د-غور-دايکنډي-پر-لاره-١٤-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.net