افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دوشنبې په ماسپښین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د تیاریو په لوبه کې مراکش ته ۴-۳ ماتې ورکړه.
دا له نړیوال جام مخکې د افغانستان دویمه دوستانه لوبه وه.
افغانستان د پاراګوای پر وړاندې لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د لومړي ځل لپاره یې سږ کال نړیوال جام ته لار موندلې، په C ګروپ کې له انګولا، ارجنټاین او اوکراین سره ده.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالۍ به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر له ۲۴ څخه د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د می میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې په ازبکستان کې ترسره شي چې ۲۴ لوبډلې پکې شامل دی.