کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مراکش ته ماتې ورکړه

20 سنبله 1403 ساعت 10:49

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال جام له پیل مخکې په خپله دویمه دوستانه لوبه کې مراکش ته ۴-۳ ماتې ورکړه.


آوا: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دوشنبې په ماسپښین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د تیاریو په لوبه کې مراکش ته ۴-۳ ماتې ورکړه.
 
دا له نړیوال جام مخکې د افغانستان دویمه دوستانه لوبه وه.
 
افغانستان د پاراګوای پر وړاندې لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د لومړي ځل لپاره یې سږ کال نړیوال جام ته لار موندلې، په C ګروپ کې له انګولا، ارجنټاین او اوکراین سره ده.
 
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالۍ به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر له ۲۴ څخه د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د می میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې په ازبکستان کې ترسره شي چې ۲۴ لوبډلې پکې شامل دی‌.


د مطلب کود: 296619

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296619/د-افغانستان-فوټسال-ملي-لوبډلې-مراکش-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.net