دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 296611
عبدالحمید خراساني په ضمانت خوشې شو
رسنیو خبر ورکړی، چې عبدالحمید خراساني له ۱۱ ورځو بند وروسته د سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پنجشیر د والي قدرت الله امین په ضمانت خوشې شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: خراسانی رسنیو ته ویلی چې د هغه د «جرم» لامل د ایران او پاکستان پر ضد څرګندونې وې، چې د یوه ایرانی شکایت له امله زندانی شوی دی.

نوموړی د سنبلې د میاشتې په اتمه نیټه وروسته له هغې چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په حکم نظامي کمیسیون ته احضار شو، بې وسلې او ونیول شو.

څه موده وړاندې خراساني له افغان کډوالو وغوښتل چې له ایرانيانو څخه سر پري کړي.

د نوموړي له متضادو څرګندونو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دی هیڅ دولتي مقام نه لري.
https://avapress.net/vdca6inu649noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته