کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالحمید خراساني په ضمانت خوشې شو

20 سنبله 1403 ساعت 8:48

رسنیو خبر ورکړی، چې عبدالحمید خراساني له ۱۱ ورځو بند وروسته د سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پنجشیر د والي قدرت الله امین په ضمانت خوشې شو.


آوا - کابل: خراسانی رسنیو ته ویلی چې د هغه د «جرم» لامل د ایران او پاکستان پر ضد څرګندونې وې، چې د یوه ایرانی شکایت له امله زندانی شوی دی.

نوموړی د سنبلې د میاشتې په اتمه نیټه وروسته له هغې چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په حکم نظامي کمیسیون ته احضار شو، بې وسلې او ونیول شو.

څه موده وړاندې خراساني له افغان کډوالو وغوښتل چې له ایرانيانو څخه سر پري کړي.

د نوموړي له متضادو څرګندونو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دی هیڅ دولتي مقام نه لري.


د مطلب کود: 296611

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296611/عبدالحمید-خراساني-په-ضمانت-خوشې-شو

آوا
  https://www.avapress.net