د ملي امنیت شورا د دفتر له مخې، د کتنې په ترڅ کې دواړو غاړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اووه ګونو اصولو په اړه خبرې وکړې چې دواړو غاړو پرې موافقې ته رسېدلی وه.
د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي په موخه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي تېره میاشت کابل ته سفر وکړ چې ترڅ کې یې دواړو غاړو پر اووه مهمو مواردو موافقه وکړه.
ښاغلي اتمر وویل، چې د توافقاتو او منظور شویو اصولو د پلي کولو په موخه باید د عمل پلان جوړه شي او ټینګار یې وکړ چې د حکومتونو ترمنځ د اعتماد فضا هغه وخت رامنځته کېږي چې د شویو موافقاتو د پلي کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د ملي شورا دفتر وایي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د ښاغلي اتمر د وړاندیز هرکلی وکړ او د شویو موافقاتو په اړه د عملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ.
د افغانانو په مشری د سولې له بهیر سره د اسلام اباد ملاتړ او د ترهګرو د ځالو د ځپلو په موخه هلې ځلې له هغو مهمو مورادو څخه و چې دواړو غاړو پرې موافقې ته رسېدلی وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)