د ایران په خارجه وزارت کښې یو خبر چارواکي په عراق کښې د داعشي ترهګرو په سنګرونو باندې د ایران د هوايي برید په هکله خبرونه او ادعاوې ناسمې وبللې.
د ایرنا د رپورټ له مخې دغه چارواکي چې د نوم د نه څرګندولو غوښتنه یې وکړه تیره شپه په عراق کښې د داعش ډلګۍ په سنګرونو باندې د ایران د جنګي الوتکو د هوايي برید په هکله د ایران د خارجه وزارت د ایشیاء او اوقیانوسیې د چارو د مرستیال له قوله د نظرڅرګندونې د تړاو په ردولو سره وویل: دغه ایراني چارواکي په دې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې ویلي دي چې د عراق د حکومت د غوښتنې په بڼه کښې ایران له دغه هیواد سره د پوځي مرستې په شمول په هره زمینه کښې مرستې او ملګرتیا ته چمتو دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د عراق د هوايي ځواکونو قومندان هم پرونه په خپل هیواد کښې د داعش ډلې د ترهګرو په سنګرونو باندې د ایراني الوتکو د حملې خبر دروغ بللی دی.
د ویلو ده چې ځينو خبري سرچینو وړمه ورځ د ایران د خارجه وزارت د مرستیال ابراهیم رحیم پور له قوله اعلان وکړ چې د ایران جنګي الوتکو په دې وروستیو کښې په عراق کښې د داعش ډلې په مورچو حملې کړې دي.