دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 297303
تاجکستان افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا صادروي
تاجکستاني رسنۍ وايي چې دغه هېواد د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا صادره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو درې میلیونه ډالره کم دی.

په تاجکستان کې په دې موده کې د برښنا تولید ۱۵.۴ میلیارده کیلوواټ ساعتو ته رسېدلی چې شاوخوا یو میلیارد کیلوواټه ساعتونه یا ۶.۵ سلنه صادرېږي.

له دې پیسو څخه ۸۰ سلنه یې افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته صادرېږي.

تاجکستان په ۲۰۲۴ کال کې له دغو دوو ګاونډیو هېوادونو سره د برېښنا د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل.

تاجکستان یوازې په اوړي کې ازبکستان ته برېښنا صادروي، خو تر ډېره په مني او ژمي کې افغانستان ته برېښنا صادروي.

افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
https://avapress.net/vdcjyae8tuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته