دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 297292
چین ژمنه کړې چې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید پروژې پلې کوي
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په کابل کې د چین سفارت سوداګریز او اقتصادي مسؤول له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید د پروژو د تطبیق په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور او په افغانستان کې د چین سفارت تجارتي او اقتصادي مسوول د لیدنې خبر ورکړي دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید د پروژو د تطبیق په خاطر د ګډو همکاریو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اعلامیې له مخې، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست دوی ته د پانګونې د زمینې برابرولو او د انرژۍ د تولید د پروژو د تطبیق په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډو همکاریو پر ګړندیتوب یې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د چين د سفارت اقتصادي مسوول ژمنه وکړه چې هېواد به يې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچينو څخه د انرژۍ د توليد د پروژو د تطبيق په برخه کې د همکارۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.
https://avapress.net/vdcgyu9xxak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته