دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 297281
په تیرو دریو کلونو کې په بغلان کې شل نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه يې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې شل روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو مرکزونو د مسوولینو په وینا، د بغلان ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالغفار احمدي وايي، چې دغه روغتيايي مرکزونه په لرې پرتو سيمو کې د بنسټونو په همکارۍ جوړ شوي دي.

ويل کيږي چې ددغو روغتيايي مرکزونو په جوړيدو سره به ٨٠ سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى پيدا کړي.

احمدي وويل چې ډېر ژر به په بغلان کې د روږدو ښځو او ماشومانو روغتون په فعاليت پيل وکړي.
https://avapress.net/vdcevf8wzjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته