افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د لبنان په مختلفو سیمو باندې د صهیونېسټ رژیم د نننیو حملو په نتیجه کښې څه دپاسه سل تنه چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دی، شهیدان او څلور سوه نور ژوبل شوی دی.
د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو بریدونو هم په سلګونو کسان ټپیان کړي دي.
د لبنان د عامې روغتیا د بیړنیو عملیاتو د مرکز په بیانیه کښې چې د لبنان د روغتیا له وزارت سره تړلې ده، ویل شوي دي: د لبنان په جنوبي ښارونو او کلیو باندې د اسرائیلي دښمنانو د حملو ابتدايي احصایې د پنځوسو کسانو د شهادت او د زخمیانو د شمیر ښودنه کوي.
د اسرائیلو د رژیم رسنیو ادعا کړې، چې دوه لبنانی عالمان شیخ علی ابو ریا او محمد صالح په لبنان باندې د اسرائیلی رژیم په هوایی برید کې شهیدان شوی دی.