دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 297242
د ملي دفاع وزارت له لوري د لسګونه ډوله پوځي وسایطو ترمیم
د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې ۷۳ بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او چمتو کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو میاشتو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنیکي او وسلو سمبالوونکیو لخوا ترمیم او چمتو شوي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېرته نیول شویو موټرو کې ۵۰ هاموي ټانکونه، ۲۰ نړیوال موټر او دوه کیرینګ انټرنېشنل موټر شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د سلګونو ډول ډول پوځي وسايطو د بېرته نيولو اعلان کړى و.
https://avapress.net/vdcbazb55rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته