دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 297232
په لغمان کې د ايډز د تشخيص مرکز پرانيستل شو
د لغمان د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په مهترلام ښار کې د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې د ایډز د تشخیص مرکز پرانیستل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سمیع الله عابد نیازی وايي، چې د دغه مرکز د کارکوونکو د استخدام او روزنې چارې پخوا هم ترسره شوې او اوس یې په بشپړیدو سره د طبي او غیر - طبي تجهیزات، دا مرکز په رسمي توګه فعال شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نشته او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
https://avapress.net/vdcae0nuu49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته