دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 297224
د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي
د ناروې د کډوالو شورا اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې و افغان کډوالو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ناروې د کډوالو شورا دغه موضوع په ایران کې د تعلیمي کال د پیل د لومړۍ میاشتې په مناسبت مطرح کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا په اعلامیه کې راغلي چې په ایران کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال ماشومان ژوند کوي.

دغې شورا او یو شمېر نورو بنسټونو له زده کړو بې برخې افغان ماشومانو ته د زده کړو موسسې جوړې کړې.

له دې مخکې په تهران کښې د کډوالو د چارو عمومی مشر احسان حیدری د خارجی اتباعو او د مجاز کډوالو د زده کوونکو د ثبتولو د وضعیت د بیا کتنې په غونډه کښې وویل: د خارجی تابعیت لرونکو رده کوونکو د ثبت نام په هکله د تهران ولایت اتباع باید د ښوونې او روزنې لخوا صادر شوي لارښوونو سره سم وي.
https://avapress.net/vdcb5zb5arhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته