دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 297216
هغه هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانستان چاپېریال زیانمن کړی باید جبران یې کړي
د چاپېریال ساتنې ملي اداره په کابل کې د چین له سفیر سره د دې ادارې د عمومي رییس د لیدنې خبر ورکوي او وايي، له هغو هېوادونو یې وغوښتل چې د شل کلن اشغال په موده کې یې د افغانستان چاپېریال ته زیان رسولی چې اوس یې باید جبران کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د دغې ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خلیق د لیدنې په اړه خبر پاڼه خپره کړې ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، دا اداره اوسمهال د ١٦ چاپېريال ساتنې کنوانسيونونو غړې ده او د دې ادارې مسوولينو ته بايد د چاپېريال په نړيوالو غونډو کې د ګډون زمينه برابره شي، څو د هېواد ستونزې نړۍ ته ورسېږي.

په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې ښاغلي خليس د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د تجهيز، د ځنګلونو د اور د خبرداري سيسټمونو د فعالولو او د اور د مخنيوي او پاکې انرژۍ په برخه کې د چين د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې د افغانستان چاپېریال د شل کلن اشغال په ترڅ کې زیانمن شوی او اشغالګر هېوادونه باید د پاتې زیانونو جبران کړي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مسؤلینو په ځلونو د رسمي اعلامیو له لارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د چاپېریال مسایل له سیاسي مسایلو سره نه شریکوي او د افغانستان د چاپېریال د ننګونو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
https://avapress.net/vdccsmqie2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته