دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 297152
د فوټسال ملي لوبډله به په پرېکنده لوبه کې له اوکراین سره لوبه وکړي
د فوټسال ملي لوبډله به د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د نړیوال جام د ګروپي پړاو په پرېکنده لوبه کې له اوکراین سره لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې له اوکراین سره لوبه کوي. که لوبه مساوي شي او یا وګټي افغانستان به بل پړاو ته لار ومومي.
 
ارجنټاین د شپږ نمرو په لرلو سره د نړیوال جام په C ګروپ کې ځای خپل کړ.
 
که افغان فوټسال لوبډله د اوکراین له بند څخه تېر شي، نو دوی به د دویمې لوبډلې په توګه د ناک آوټ پړاو ته لار ومومي او د لومړي ګروپ له دویمې لوبډلې (ازبکستان، هالنډ او کوسټاریکا) سره به لوبه وکړي. که د مجيد مرتضايي کسان له خپل ګروپ څخه د دريم ټيم په توګه مخکې شي، نو د لومړي ګروپ د غوره ټيم (پاراګواى) يا د دويم ګروپ له لومړۍ ټيم (برازيل) سره به سيالي وکړي.
 
لوبه به د ماښام په 7:30 بجو ترسره شي.
https://avapress.net/vdcbszb55rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته