دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 297118
په جوزجان کې له اړمنو کورنیو سره د شاتو د راټولولو ماشینونه وویشل شول
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د شاتو د راټولولو ۱۰ ماشینونه وویشل.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اجراییوی رییس ذبیح الله خیراندیش وایی چې د یو شمیر همکارو موسسو له خوا په اچین ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د شاتو د راټولولو ۱۰ ماشینونه ویشل شوی دی. 
 
هغه زياته کړه، چې د شاتو د راټولولو د ماشينونو د وېش پروسه په ډله ييزه بڼه روانه وه او ٢٠ کورنيو ته د يوه ماشين د وېش لړۍ پيل شوه. هغه وويل، چې موخه يې د مالدارو او کروندګرو کورنيو سره د هغوى د اقتصادي وضعيت د ښه والي په موخه مرسته ده.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د آچچې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي خوښي څرګندوي او وايي چې پخوا د شاتو د ټولولو د ماشينونو نشتوالى د دوى لپاره لويه ستونزه وه، خو د دغو ماشينونو په وېشلو سره به په دې ولسوالۍ کې د شاتو د توليد صنعت وده وکړي. 
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د اړمنو کورنيو د ژوند د ښه والي په موخه د چرګانو د ساتلو وسايل وېشلي وو.
https://avapress.net/vdcdf50xjyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته