دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 297099
په بامیان ولایت کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت درې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د بامیان ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت درې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس – بامیان: د بامیان ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د سیلابونو د ویستلو، پلچکونو د جوړولو او د پلیټونو د نصبولو په ګډون درې عامه ګټې اخیستنې پروژې نن (پنجشنبه، سنبلې ۲۸مه) پرانیستل شوې.
 
د باميانو ښاروال مولوي روزي محمد افکار وويل، چې رياست يې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د سېلابونو د بندونو، پلچکونو جوړول او د پلچکونو جوړول او نصبولو پروژې بشپړې کړې دي.
 
هغه زياته کړه: په لارو، ريګشاد، سورمخل او جاګره خېلو کې د ٣٤٨ مترو په اوږدوالي د سيلابي بندونو په جوړولو او دغه راز د ميرهاشم بالا، تولور، دره اجدر او سورمخل پايان په کليو کې ١٦٥ پلچکونه او شپږ پولې جوړې شوې دي.
 
مولوي افکار زياته کړه، چې د باميانو ښاروالۍ د دشت عيسى خان په لومړۍ ناحيه کې هم پر ٣٩ هټيو کار کوي.
https://avapress.net/vdcb9zb59rhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته