دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 297096
په هرات ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د والي ویاند مفتي یوسف سعیدي پېښه تاییدوي او وايي، چې د دغه ولایت په زاول ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو پاسو موټر له يوه ۵۸۰ ډوله موټر سره ټکر وکړ.
 
د هرات د والي وياند زياته کړه: لومړني رپوټونه ښيي چې زيات سرعت او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د دغې پيښې احتمالي عوامل دي.
 
هرات په وروستیو کلونو کې د هېواد په لوېدیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې ترافيکي پېښې پکې رامنځته کېږي.
https://avapress.net/vdci3yarqt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته