دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 297041
کډوالو ته د ځمکو پر ویش او هیواد ته د راستنیدونکو پانګوالو لپاره د صنعتي ښارګوټو پر جوړولو ټینګار
د کډوالو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون په غونډه کې د رئیس الوزرا د دفتر د اداري مرستیال په حضور کې د کارموندنې د پلان، کډوالو ته د ځمکې د ویش او د صنعتي مشارکت د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې سهار د کډوالو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی، د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي. د ياد کمېسيون د غړو په ګډون د رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ غونډه وکړه

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د عالي کمیسیون د کړنو، دندو او لاسته راوړنو د ارزونې تر څنګ د کار موندنې پلان، د ځمکو د وېش په اړه هم خبرې وشوې. 

دغه راز په دې ناسته کې د کرنیزو ځمکو د اجارې او هېواد ته د راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو لپاره د استوګنې او صنعتي پارکونو د جوړولو په ځانګړي ډول د یاد کمېسیون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه هراړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. 

باید وویل شي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي هغو راستنېدونکو ته چې په دې وروستیو کې خپل هېواد ته راستانه شوي، په هېواد کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.
https://avapress.net/vdci5yarzt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته