دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 297034
په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي
رسنیو خبر ورکړی، چې په لبنان کې په مخابراتي وسایلو کې د چاودنو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغو خبری سرچینو اعلان کړی چې د لبنان په مختلفو سیمو کښې په یو وخت او کله په پرله پسې ډول چاودنې شوی دی.

د تسنیم په وینا، دغو سرچینو زیاته کړې چې د پیجر مخابراتي وسایلو چاودنه د دغو وسایلو د هک کېدو له امله شوې ده.

العربي الجدید د حزب الله یوې سرچینې ادعا کړې چې د حزب الله د ځواکونو د ځانګړو ارتباطي وسایلو هک کول او د هغې چاودنه د دې پېښې لامل شوې ده.

پیجر د پورټ ایبل ارتباطي پیغام رسولو وسیله ده. د بل ګوند د پاڼې شمیرې په اخیستلو سره، لیږونکی یو شمیري، لفظي یا آډیو پیغام لیږي.
https://avapress.net/vdcae0nuy49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته