دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 296996
په میانمار کې طوفان او سخت باران؛ ۳۲۰ زره کسان بې ځایه شول
د سویل ختیځې اسیا په میانمار کې سختو بارانونو او طوفانونو سلګونه زره کسان بې کوره کړي او پراخه ویجاړي یې اړولې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په میانمار کې د «یګي» توپان له امله د سخت باران له امله لږ تر لږه ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۳۲۰ زره تنه بې ځایه شوي دي.

د «انډيپينډنټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ميانمار د حکومت وياند د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه توفان سخته تباهي کړې او ۶۴ کسان لا هم ورک دي.

هغه وویل، «حکومت د ژغورنې ماموریت ترسره کوي.

د یاګي توپان خرابې هوا، چې سږ کال د اسیا تر ټولو قوي طوفان دی، په ویتنام او تایلنډ کې یې سلګونه کسان وژلي او د سیندونو د راوتلو سیلابونو د دواړو هېوادونو ښارونه ډوب کړي دي.

په میانمار کې سېلابونه د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوي او تر تېرې جمعې پورې لږ تر لږه ۷۴ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، سختو بارانونو د میانمار پلازمېنه او ختیځ او جنوبي ایالتونه اغېزمن کړي دي.

د میانمار د 55 ملیون خلکو دریمه برخه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، مګر ډیری مرستندویه سازمانونه لکه د سره صلیب نړیواله کمیټه په ډیرو سیمو کې د لاسرسي محدودیتونو او امنیتي خطرونو له امله نشي کولی.
https://avapress.net/vdcgy39x3ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته