دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 296980
د غوريان د مالګې کان د ټول هېواد لپاره مالګه برابرولی شي
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي هدایت الله بدري د هرات د نمک سیر غوریان د مالګې له کان څخه د لیدنې پر مهال وویل چې دغه کان کولای شي ټول افغانستان ته مالګه ورسوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی هدایت الله بدری په هرات کې د غوریان مالګې کان څخه د لیدنې پر مهال وویل چې هڅه کوی د هېواد ټول کانونه تر قرارداد لاندې ونیسی. 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د دې ليدنې پر مهال وويل، چې اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ٢٥٠ کانونه موجود دي.

په ورته وخت کې د هرات د کانونو او پټرولیم رییس مولوي فضل احمد کشمش وايي، د غوریانو د مالګې کان ۱۱ زره هکتاره مساحت لري، چې د هېواد د اړتیا وړ مالګه تولیدولای شي.

د هغه په ​​وينا، د دغه کان تر قرارداد وروسته به ٢٥٠ ټنه د کار زمينه برابره شي.

په ورته وخت کې په هرات کې د مالګې د استخراج قراردادي شرکت مسوولینو د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې هېواد ته د مالګې واردولو مخه ونیسي.

د يادونې وړ ده، چې په هرات کې د غوريان د مالګې کان يو تريخ کان دى، چې له روان مالګينې اوبو څخه ترلاسه کېږي.
https://avapress.net/vdcjome8yuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته