افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د مالي او اداري معین ملا آغا جان اخند (حاجي سلیم) له یو شمېر بزګرانو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي د دې غونډې موخه د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول وبلل او ويې ويل، د کرنې وزارت هوډ لري، چې په ټول هېواد کې د چک بندونه، د اوبو د لېږد بندونه او د اوبو لګولو کانالونه جوړ کړي.
همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین د معیاري سړو خونو جوړولو ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه: له مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو د ویش او د څارویو د واکسینو تطبیق په برخه کې له مالدارانو سره مرسته هم د کلني پروګرام یوه برخه ده.
د فارياب ولايت د کرنې رييس مولوي جان مراد د فارياب ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د طبيعي زېرمو په لرلو سره يې کروندګر د کيمياوي سرې، اصلاح شويو تخمونو، د اوبو مديريت، د کرنيزو وسايلو د وېش او پراختيا غوښتونکي دي.
له بلې خوا د کرنې وزارت د ستراتیژیکو ذخیرو رئیس مولوي قدرت الله حقیار د فاریاب ولایت کروندګرو ته د ۱۳۴۰ مټریک ټنه اضافي غنمو د شتون په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه غنم د وزارت له خوا پیرودل شوي او زیرمه شوي دي.
په ورته وخت کې یو تن کروندګر محمد اسلم فاریاب ولایت د افغانستان ګودام بولي او په دغه ولایت کې د اوبو د لویو بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې فارياب د هېواد په شمال کې پروت ولايت دى، چې د دغه ولايت تر ٨٠ سلنه ډېر خلک په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي.