دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 294887
په کندهار کې د قیمتي خاورو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د لس ګرامه قلمي نسخې او د کوشاني دورې اړوند د ۵۲ کیلو ګرامه قیمتي خاورو د قاچاق مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: چارواکي زیاتوي، چې تېره میاشت د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۱۰ ګرامه مخابره، چې ګومان کېږي د کوشانیانو د دورې څخه وي، ۵۲ کیلو ګرامه قیمتي خاوره ترلاسه او د قاچاق مخه نیول شوې دي.

د دوى په وينا، له يو لړ څېړنو وروسته دغه تاريخي اثار د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست موزيم ته وسپارل شول، څو د لرغونپوهانو له خوا پاک او ثبت شي.

د يادونې وړ ده، چې ډېری هغه تاريخي اثار چې د خلکو له خوا کشف شوي، د هېواد له پولو څخه پاکستان ته قاچاق کېږي.
https://avapress.net/vdcdjo0x5yt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته