دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 294774
په غور کې ۹ لرغونې اثار کشف شو
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه ولايت له شهرک ولسوالۍ څخه د ٩ لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکوي او وايي چې دغه اثار يې دغه رياست ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه اثار د شهرک ولسوالۍ د پای کوتل غورک د مالګې له کان څخه موندل شوی دی.

په غور کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په کشف شویو اثارو کې لوښي، چوکاټونه او چیری شامل دي.

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، د دغو اثارو ډېرى يې د غوريانو له دورې سره تړاو لري.

څه موده وړاندې اسلامي امارت د غور ولایت د جام منار په شاوخوا کې د ۴۰ لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړ.
https://avapress.net/vdciy5ar5t1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته