افغان غږ خبری آژانس - تهران: د تهران د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د ادارې مشر احسان حیدری په دغه غونډه کښې په یوې وینا کښې د افغانستان د فوټسال د ملی ټیم غړیو ته د آسیا د ملتونو د کپ په سیالیو کښې د بریا مبارکی وویله او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کښې د ګډون لپاره د سهمیی په ترلاسه کولو سره وویل: دا د ایران او افغانستان د قدرمنو هیوادونو لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ایران په کوششونو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د هغه په وينا، د ايران او افغانستان دواړو ولسونو د ورورګلوۍ او برابرۍ په سيوري کې له کلونو راهيسې د يو بل سره د اوسېدو فرهنګ منلى او اوس په ايران کې مېشت افغان کډوال دا ځل په اقتصادي او هنري برخو کې د برياليتوب تر څنګ، سپورټ د يو بل سره د نښلولو په توګه غوره کړی او د دواړو هېوادونو وياړونه يې زيات کړي دي.
حیدري ټینګار وکړ: د اسلام د دښمنانو له ټولو دسیسو سره سره چې د دواړو ملتونو تر منځ د تفرقې د رامنځ ته کولو هڅه کوي، ورزشکارانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړو په خپلو پرله پسې هلو ځلو او بریاوو سره هغوی ته ماتې ورکړه.