دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 298385
په پاکستان کې د پنجابي او پښتنو محصلینو ترمنځ نښته کې ۲۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي
رسنیو خبر ورکړی، چې په اسلام اباد کې د پنجابي محصلینو او پښتنو ترمنځ نښته کې ۲۸ کسان وژل شوي او ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د راپورونو له مخې پنجابي محصلینو تېره شپه د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د پښتنو محصلینو پر لیلیې او خونو برید کړی دی.
ویل کیږي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ پښتانه محصلین مړه او ټپیان شوي دي.
دغه راز د پښتنو محصلينو د خونو کتابونه، کمپيوټرونه او فرنيچر هم مات او يا له منځه تللي دي.
په همدې حال کې "پښتون ژغورنې غورځنګ" اعلان کړی، چې د پاکستاني حکومت له مخالفت سره سره به د دوی جرګه نن (جمعه د اکتوبر ۱۱مه) په خیبر سیمه کې کوي. ویل کېږي چې دا جرګه په پاکستان کې د پښتنو د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته کولو لپاره جوړه شوې وه او د پاکستان د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازي ورته بلل شوي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون وویل، چې د جرګې پرېکړه به په هر صورت عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غیر قانوني اعلان کړ.
https://avapress.net/vdcaaanum49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته