د کندهار ځایي چارواکي وایي، پرون دوشنبه د اسد په ۷مه، چې د جولای له ۲۹ مي سره سمون خوري، دملي اردو یوه عسکر د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دوه امریکایي پوځیان په ډزو سره وژلي دي.
پیښه کندهار کې د ملي اردو په قرارګاه کې دننه هغه مهال رامنځته شوې چې یاد امریکایي پوځیانو غوښتل افغان ځواکونو ته سلا مشورې ور کړي .
چارواکي زیاتوي، په پیښه کې دغه افغان عسکر ټپي شوی او په زخمي حالت کې، بهرنیو ځواکونو له ځان سره وړی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د پیښې پخلی شوی خو د پیښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ور کړي.
د امریکا د متحده ایالتونو د د فاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شوو سرتیرو هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې نه په ډاګه کیږي.